تخار کې د ۲۰۰ ورزشکاران ترمنځ د کونګ فو ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کونګ فو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پرانیستغونډه کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدارڼ، د تخار ولایت والي سمیع الله حزب الله ، کونګ فو ملي فدراسیون رهبري او زیات شمېر مینوالو ګډون کړی وو.
دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او په بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې.
د یادو سیالیو موخه د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه اونۍ یې دوام وکړ.