بغلان؛ دوشي کوټ ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۰:۴۵
بغلان؛ دوشي کوټ ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د وزیر آباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د آمو نهنګانو او وزیر آباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه آمو نهنګانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ اچونه وکړه، چې وزیر آباد لوبډلې په ټاکلو اتو اورونو کې د درېیوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٤ منډو هدف وټاکه. آمو نهنګانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان یوازې ٤٩ منډې وکړې او د ٦٤ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۴۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۵
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سکېټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ملت پارک کې له درېيو لوبډلو ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې.

د يادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۲
Background image

هلمند؛ نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.

. . .

BACK TO NEWS