ارزګان؛ چوره ولسوالی کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۳:۴۰
ارزګان؛ چوره ولسوالی کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍله لوري د ياد ولايت په چوره ولسوالی کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د مرکزی ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د مرکزي او ملي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ملي اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه. مرکزي لوبډلې ټاکلی هدف د درېیوو ویکټو په زیان د لوبې په لسم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۴ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱۵ - ۱۶:۲۰
Background image

محسن رضایي

محسن رضایي د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې یو ځلانده او با استعداده لوبغاړی دی، چې د خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو او قوي عزم له امله یې د هېواد لپاره ستر ویاړونه راوړي دي.

ښاغلی رضایي ۱۸۴. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۹:۱۵
Background image

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

بلخ ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی، چې خلک یې په لویه پیمانه له ورزش سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۲۷
Background image

پکتیکا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري

دغه ولایت د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه یو هغه ولایت دی، چې د بېلا بېلو ولسوالیو وګړي یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو شمیر ځوانان یې په مختلفو رشتو کې په تمریناتو بوخت دي.

د دغه. . .

BACK TO NEWS