بلخ کې د ۱۰۴ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کيک بوکسينگ سيالۍ سبک سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۲
بلخ کې د ۱۰۴ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کيک بوکسينگ سيالۍ سبک سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کيک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مزار شريف ښار کې د ۱۰۴ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کيک بوکسينگ سبک سيالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې ورزشکاران د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې. چې په پايله کې ۵۲ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د يادو سياليو موخه د واکو کيک بوکسينگ سبک ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۹:۵۹
Background image

لغمان کې ۲۰۰ ورزشکارانو او استادانو ته د فکري روزنې اصلاحي سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست له لوري د لغمان ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د بېلابېلو فدراسيونونو ۲۰۰ ورزشکارانو او استادانو ته د فکري روزنې اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۹:۵۸
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه هم وګټله

د فوټسال ملي لوبډلې ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ویتنام ته دویمه دوستانه سیالۍ کې هم د ۵ – ٢ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان ملي لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې د ۵ ـ ۳ګولونو. . .

BACK TO NEWS