کابل کې ۲۴ تنو روزونکو ته د اسيا فوټبال کنفدراسيون د «B» درجې روزنيز کورس دويم پړاو پای ته ورسېد

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۳۰
کابل کې ۲۴ تنو روزونکو ته د اسيا فوټبال کنفدراسيون د «B» درجې روزنيز کورس دويم پړاو پای ته ورسېد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون له لوري په کابل کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه ۲۴ تنو روزونکو ته د اسيا فوټبال کنفدراسيون «B» درجې روزنيز کورس دويم پړاو، چې ۱۱ ورځې يې دوام وکړ پای ته ورسېد.

دغه روزنيز کورس د اسيا فوټبال کنفدراسيون «AFC» رسمي مدرس محمد يوسف کارګر تر روزنې لاندې په نظري او عملي توګه ترسره شو، چې په کې ګډون کونکو روزونکو ته د فوټبال فني او تخنيکي مهارتونو سربېره د روزنې بېلابېل اصول او مهارتونه تدريس شول.

د ياد کورس د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثيق ،د دې رياست او فوټبال فدراسيون فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون رئيس محمد يوسف کارګر، د ۲۳ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي الیاس احمد منوچهر او د فوټبال روزونکو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ روزونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل، دا چې تاسو دې او دې ته ورته نورو کورسونو ته وخت ورکړ دا ستاسو د هغه وطني احساس ښکارندوي کوي، چې د هېواد د استعدادونو او ورزش د ودې لپاره يې لرئ.

دغه راز نوموړي، روزونکو ته د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

همدارنګه د فوټبال ملي فدراسیون رئيس محمد يوسف کارګر په خپلو خبرو کې د ورزش او فوټبال د ودې لپاره دغه ډول ښوونيز او روزنيز کورسونه مهم او ګټور ياد کړل.

د دې کورس په پای کې د فوټبال ملي فدراسيون له لوري په دې کورس کې برخه اخيستونکو روزونکو ته تصديق پاڼې وويشل شوې.

د ويلو ده، چې د ياد کورس لومړی لس ورځنی پړاو نږدې دوه مياشتې وړاندې ترسره شوی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۹:۲
Background image

کابل؛ افغان واليبال ملي لوبډله به د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه سبا بنګله دېش ته روانه شي

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیوي ۱۸ کسيزه د واليبال ملي لوبډلې په کابل کې دونيم مياشتنی تمریني کمپ پای ته ورسېده او د خدای پامانۍ مراسم یې نن د ورزش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۷:۴۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کراټې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۷:۴۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

!رسنیز بلنلیک

BACK TO NEWS