کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ مراد شېخ کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د مراد شېخ کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې مراد شېخ لوبډلې خپلې سیالې جوانان پیروزي لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د کندز ورزشي ریاست له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
