د پهلوانۍ افغان ورزشکارانو د پهلوانۍ په نړیوالو سياليو کې څلور د سرو زرو او دوه د سپينو زرو مډالونه وګټل
د پهلوانۍ افغان ورزشکارانو د `محمد ابراهيم مصطفی`په نوم د پهلوانۍ ۳۶م پړاو نړیوالو سياليو کې د ځوانانو له کټګورۍ څخه په انفرادي برخه کې څلور د سرو زرو او دوه د سپينو زرو مډالونه وګټل او په ټيمي برخه کې د لومړي مقام ګټونکی شول.
له دغو سياليو څخه ياسر رحماني په ۵۷ کيلو ګرامه، راشد ملک زاده په ۶۵ کيلو ګرامه، کريم دراني په ۷۹کيلو ګرامه او ميثم شاقل په ۱۲۵ کيلو ګرامه وزنونو کې د سرو زرو مډالونه وګټل.
همدا رنګه فرزاد چيلهباغي په ۵۷ کيلو ګرامه او ساحل سلطاني په ۷۴ کيلو ګرامه وزن کې د سپينو زرو مډالونه وګټل.
د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د ۱۱ هېوادونو په ګډون د مصر هېواد په اسکندریه ښار کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۹مه پيل شوې او تر ۱۸مې نېټې به دوام وکړي
