د کورش دوه کسيزه ملي لوبډله له اسيايي سياليو ډک لاس هېواد ته راستنه شوه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۰
د کورش دوه کسيزه ملي لوبډله له اسيايي سياليو ډک لاس هېواد ته راستنه شوه

د کورش ملې لوبډلې دوه لوبغاړي، محمد يحيی محمدي او روح الله نظري د بحرين په کوربتوب د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو کې دوه د برنزو مډالونو له ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول، چې د هېواد ورزش ادارې د رهبرۍ غړو، ورزشي مسوولينو او هېوادوالو له لوري يې تود هر کلی وشو.

د نويو ځوانانو اسيايي سياليو کې روح الله نظري په ۸۳ کیلو ګرامه وزن کې خپل قرغیزستاني سیال ته ماتې ورکړه، خو په نيمه پايلوبه کې يې له خپل ايراني سيال ماتې وخوړه او د برنزو مډال يې وګاټه.

دغه راز، محمد يحيی محمدي هم د دغو سیالیو په ٦٥ کیلو ګرامه وزن کې خپلو ټایلنډي او ترکمنستاني سیالانو ته په ماتې ورکولو د برنزو مډال وګاټه او نن ( چهارشنبه، دتلې ۳۰مه ) دواړه د دوو برنزو مډالونو له ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول.

د نویو ځوانانو درېیم پړاو آسيايي سیالۍ د بحرین په کوربتوب د ۴۵ هېوادونو په ګډون ترسره کېږي، چې له افغانستان څخه په دې سياليو کې د اتو بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکارانو ګډون کړی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۴
Background image

کونړ؛ سرکاڼو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د سرکاڼو ولسوالۍ په پشد سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ چې شاوخوا يوه نيمه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۱
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د کیوکوشین کراټې ۱۳ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کراټې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کیوکوشین کراټې ۱۳ تنو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

د هرات په کوربتوب د شپږو ولایتونو ترمنځ د فول رزم اتلولۍ سیالۍ وشوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فول رزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د غزني، زابل، کندهار، فراه، بادغیس او هرات ولایتونو د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول. . .

BACK TO NEWS