په هرات کې د کراټې سیالۍ ترسره شوی
د هرات ولایت د کیوکوشین کای کان کراټې کانچو ماتسوشیما کراټې ۲۸ پړاو پرون د هرات د بدني روزنې او ورزش ریاست د سرپرست رئیس ډاکټر شاه رسول احراري او د یو شمېر استادانو او ورزشکارانو په حضور کې ترسره شوی .
په دغو سیالیو کې ۱۱۰ ورزشکارانو په ۲۰ وزنونو او درې کلتګویو کې تنکیو ، ځوانانو، او لویانو د مقابله کمیټې په برخه کې سیالي وکړه.
د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د ورزشکارانو د علمي او عملي کچې لوړول او په ملي سیالیو کې د ګډون لپاره د غوره څیرو پیژندل دي.
د سیالۍ په پای کې وړ لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.
