ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد ختیځ خراسان لېسه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۳۸
ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد ختیځ خراسان لېسه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست او ختيځ خراسان خصوصي لېسې په ګډه همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د نهم الف او لسم الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې لسم الف لوبډلې خپلې سیالې نهم الف لوبډلې ته د ۴-۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ به يوه اونۍ دوام وکړي او موخه يې ورزش ته د زده کوونکو هڅونه ياده شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۵
Background image

هلمند؛ په ناوه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېب بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له‌ لوري، د ناوې ولسوالۍ په دښت سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۳
Background image

هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کي د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ګرشک ولسوالۍ د ورزشي مدیریت له لوري د یادې ولسوالۍ په شاهي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۱
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه احساس لوبغالي کي د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري، د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه احساس لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال موترسیکل جام سیالۍ پای ته. . .

BACK TO NEWS