په غزني ولایت کې د تکواندو لومړۍ پړاو سیالۍ پای ته ورسیده!
تمیم هیبت
یکشنبه ، لیندۍ ٢١ مه ، ١٤٠٠
په دغو سیالیو کې له ۱۴ ولایتونو څخه ۱۶۰ تکواندو لوبغاړو د ۲۰ ټیمونو په بڼه برخه اخیستې وه.
چې په الکترونیکي ډول ترسره شوې.
د دې سياليو په پايله کې د کابل الف لوبډلې د ٣٨ امتیازو په ترلاسه کولو اول مقام ، د پنجشير ولايت ټيم د ١٥ نمرو په ترلاسه کولو سره دويم، د تخار ولايت ټيم د ١٤ نمرو په ترلاسه کولو درېيم او د هرات ټيم د اتو نمرو په ترلاسه کولو سره څلورم مقام خپل کړ.
