دایکندي؛ مرکز نیلي ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز نیلي ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د افتخار کیتي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې افتخار کیتي لوبډلې د ۴ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې اتحاد دایکندي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو او غوره ورزشکارانو پېژندلو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې د یاد ولایت ورزشي آمریت له لوري اتلې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
