بلخ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۴۱
بلخ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز حاجي مقيم بای لوبغالي کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې دوه اخراولاقه ترسره شول، دغه دواړه آخراولاقه ناصر پهلوان تر حلالې دایرې ورسول او د نغدي ډاليو گټونکی شو.

دا سيالۍ راتلونکو لوبو لپاره د چاپندازانو د لا ښه چمتو والي او د دې ولايت وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۱۷
Background image

کندز؛ اما صاحب ولسوالۍ کې د ۹۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالې ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې دوه آخلاقه اعلان شول، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۲ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۱۴
Background image

کندز کې د ۱۴ ښوونځیو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږي د یاد ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ۱۴ ښوونځیو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د حضرت علي لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یاد سیالیو. . .

BACK TO NEWS