ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۵:۳۵
ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې صفي الله ملنګ لوبډلې خپلې سیالې جلګې اتحاد لوبډلې ته د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه خو جلګه اتحاد لوبډله د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او د ۱۹ منډو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۵
Background image

هلمند؛ په ناوه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېب بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له‌ لوري، د ناوې ولسوالۍ په دښت سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۳
Background image

هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کي د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ګرشک ولسوالۍ د ورزشي مدیریت له لوري د یادې ولسوالۍ په شاهي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۱
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه احساس لوبغالي کي د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري، د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه احساس لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال موترسیکل جام سیالۍ پای ته. . .

BACK TO NEWS