ننګرهار کې د پهلوانۍ اتلان وستایل شول

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱ - ۹:۰
ننګرهار کې د پهلوانۍ اتلان وستایل شول

دوشنبه، لېندۍ ۲۹، ۱۴۰۰

نعيم پرهېز

د ننګر هار ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست د پهلوانۍ سیالۍ دوه هغه ګټونکي لوبغاړي وستایل چې د کابل پهلوانۍ سیالیو کې يې لومړی او درېيم مقام ګټلی و.

طارق عمري د کابل پهلوانۍ سیالۍ کې لومړی او مصور درېيم مقام ګټلی و.

د لوبغاړو د ستاینې په دې مراسمو کې د دې ولایت د بدني روزنې او ورزش د مسولينو په ګډون د ورزش استادانو هم ګډون کړی و، چې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش رئيس نور احمد حبیبي لوبغاړو ته د اتلولۍ د مبارکۍ تر څنګ په علمي برخه کې د اسانتیاو د برابرولو ډاډ ورکړم.

دغه راز د دې ولایت د اطلاعاتو فرهنګ رئيس مولوي امان الله عادل هم لوبغاړو ته د ډاډګېرنې ترڅنګ د هر ډول همکار ژمنه ورکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS