پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې اتحاد اتلانو لوبډلې خپلې سيالې سرې کلا لوبډلې ته د ۲ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره کېږي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
