د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس او ورسره پلاوي ننګرهار ولايت ته سفر وکړ

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۶:۵۱
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس او ورسره پلاوي ننګرهار ولايت ته سفر وکړ

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس او ورسره پلاوي ننګرهار ولايت ته سفر وکړ

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمدجان ځدران، د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري، د بدن ښکلا فدراسيون ريیس باور هوتک او ورسره پلاوي ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له کارکوونکو او ورزشکارانو سره وليدل.

د دغو مراسمو په پيل کې د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رييس عبدالسلام وزيروال له کابل څخه راغلي پلاوي او ورزشکارانو ته ښه راغلاست ووايه او ننګرهار ولايت ته‌ يې د هېواد د ورزش ادارې د پلاوي سفر نېک اقدام ياد کړ.

ورپسې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق خبرې وکړې زياته يې کړه: خوښ يم چې يو ځل بيا د هېواد د ورزشي برخې له کارکوونکو او د همدې برخې د ورزشکارانو په منځ کې ځان وينم، ده زياته کړه ورزش ارزش دی، هغوی چې دغه ارزش ته اوليت ورکړی، باوري يم چې يوه ورځ به هېواد ارزښتونو ته رسېږي او د دغو ارزښتونو ساتنه به کوي.

ښاغلي وثيق د خپلو خبرو پر دوام وويل: ورزش يوازې ګټل او بايلل نه دي، بلکي ورزش د يووالي سمبول دی، چې پرمټ يې قومونه او ملتونه يوځای کېدلي شي. ده همداراز زياته کړه چې د ورزش اداره تر خپل توان پورې د ورزشکارانو ترڅنګ ولاړه ده او تل به يې ملاتړ کوي.

د دغې برنامې په وروستۍ برخه کې د المپيک، بدني روزنې ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق له لوري راغلو ورزشکارانو ته د هغوی د لا زيات تشويق په موخه نقدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۱۹ - ۱۵:۳
Background image

خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په تڼیو ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې دوې میاشتې مخکې پیل شوې وې، د المرې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

خوست کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په مرکز متون اړوند مامورانو کلي کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې، د شمل منتخبې لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۱۹ - ۱۴:۵۹
Background image

کندز ؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په د چهاردرې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې، د جمعیت لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته. . .

BACK TO NEWS