نیمروز؛ افغان ورزشکارانو د موی تای په لوبو کې لومړی مقام وګاټه.
شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۰
سمیر هیبت
د افغانستان په لویدیځ نیمروز په ولایت کې د پاکستان، ایران د افغان ورزشکارانو ترمنځ د موی تای دوه ورځنۍ نړیوالې سیالۍ ترسره شوې، چې افغان لوبغاړو په کې ۲۴ د سرو زرو او دوه د سپینو زرو مډالونه وګټل.
د پاکستان د موی تای لوبغاړو د دوو سرو زرو او ۲۴ سپینو زرو مډالونو سره دوهم او ایرانی لوبغاړو هم د یوه سپینو زرو په مډالونو سره دریم ځای خپل کړ.
د يادونې وړ ده، چې دغه لوبې د دوو ورځو لپاره د نيمروز په کوربه توب د ١٩٨ ورزشکارانو په ګډون پيل شوې وه، چې په کې ١٨ پاکستاني او دوو ايراني لوبغاړو برخه اخيستې وه.
