خوست؛ په يعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۶:۱۸
خوست؛ په يعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په يعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د صحراوال غوره ليګ ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د صحرا اتلانو او صحرا ټایګرز لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه صحرا اتلانو لوبډلې وکړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د اوو لوبغاړو په زيان ۱۰۸ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې صحرا ټايګرز لوبډلې ياد هدف د دوو لوبغاړو په زيان پوره کړ او په اتو ویکټو يې بريا خپله کړه.

هېره دې نه‌ وي چې دغه سيالۍ د ليګ په شکل ترسره کېږي او يوه مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱۵ - ۱۶:۲۰
Background image

محسن رضایي

محسن رضایي د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې یو ځلانده او با استعداده لوبغاړی دی، چې د خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو او قوي عزم له امله یې د هېواد لپاره ستر ویاړونه راوړي دي.

ښاغلی رضایي ۱۸۴. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۹:۱۵
Background image

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

بلخ ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی، چې خلک یې په لویه پیمانه له ورزش سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۲۷
Background image

پکتیکا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري

دغه ولایت د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه یو هغه ولایت دی، چې د بېلا بېلو ولسوالیو وګړي یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو شمیر ځوانان یې په مختلفو رشتو کې په تمریناتو بوخت دي.

د دغه. . .

BACK TO NEWS