د فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه هم وګټله
د فوټسال ملي لوبډلې ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ویتنام ته دویمه دوستانه سیالۍ کې هم د ۵ – ٢ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.
افغان ملي لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې د ۵ ـ ۳ګولونو په توپیر ویتنام ته ماته ورکړې وه.
د ویلو ده، چې د فوټسال ملي لوبډله به له ویتنام وروسته له ټایلنډ سره هم د دغه هېواد په کوربتوب دوه دوستانه سیالۍ ولري.
