سرپل؛ بلخاب ولسوالۍ کې ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ ترسره شوې
د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني دوستانه سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې ۲۰ پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د يادو سياليو موخه د غوره پهلوانانو موندل او يووالی رامنځته کول و.
