کابل کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوکوهنې سپايرينګ سیالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۲۰:۴۵
کابل کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوکوهنې سپايرينګ سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوکوهنې ملي فدراسیون له لوري د هېواد له ۱۱ ولايتونو څخه د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تايلينډ په کوربتوب دسوکوهنې نړيوالو سياليو ته د ځوانانو کټګورۍ د ملي لوبډلې د سپايرينګ سیالۍ، د دې فدراسیون په جمنازيوم کې پيل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

دغه سيالۍ، چې د ځوانانو کټګورۍ کې د تايلينډ په کوربتوب له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د سوک وهنې نړيوال فيوچر کپ سياليو ته د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه پيل شوې، په پای کې به يې ۴ تنه يادو سياليو کې د ګډون په موخه وټاکل شي، تر څو د افغانستان په استازولۍ په دغو سياليو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې، چې د تايلينډ په کوربتوب د ۲۰۲۶ د سوکوهنې له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال فيوچر کپ سيالۍ به د ياد هېواد په پلازمينه بنکاک ښار کې د افغانستان په ګډون د روان ميلادي کال د مارچ مياشتې پر ۶مه نېټه پيل شي، چې د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې به دوام وکړي.

د ويلو ده، چې د ټايلنډ په کوربتوب يادې راتلونکې لوبې د ځوانانو المپيکې نړيوالو سياليو ته د لار موندنې په موخه ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کابل؛ مولوي احمد الله وثیق د هوايي ورزشونو فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ورزش ادارې مسولينو او رئيسانو د دعا او خواشينۍ څرګندولو په موخه د هوايي ورزشونو د فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۱۸
Background image

زابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اتو الف لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۷
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

BACK TO NEWS