کندز؛ ګل تپې ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ګل تپې ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بغلان منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې بغلان منتخبې لوبډلې د درېیوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې پښتون زرغون لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د را ستانه شویو کډوالو د ملاتړ په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
