د کابل د يو شمېر سيمو مشرانو د المپيک بدني روزنې او ورزش رياست له عمومي رئيس سره وکتل

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۴۳
د کابل د يو شمېر سيمو مشرانو د المپيک بدني روزنې او ورزش رياست له عمومي رئيس سره وکتل

د کابل ولايت د يو شمېر سيمو مشرانو د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر او رهبري پلاوي سره د ورزش د لا پرمختګ په موخه د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

د دغې ليدنې په ترڅ کې مشرانو په خپلو سيمو کې د ورزش په برخه کې د ښه پرمختګ او د هيواد د ورزش ادارې د وروستيو لاسته راوړنو ستاينه وکړه او په ورزشي برخه کې يې خپلې مشورې د رياست له رهبري سره شریکې کړې. هغوی له رهبري پلاوي غوښتنه وکړه، چې په کابل کې د ورزش د لا زياتې ودې په برخه ډېر کار وشي، ترڅو ځوانان دغې برخې ته لومړيتوب ورکړي او له بېځایه ګرځېدو څخه ورزش ته مخه کړي‌.

د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئيس د دوی مشورې د ورزش په برخه کې مهمې وبللې او ژمنه يې وکړه، چې د ورزش اداره به تر ټول توان پورې د ورزش د پرمختګ لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۵
Background image

کابل ـ والیبال لیګ؛ سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې

د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم د پيل شوي افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې نن سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې، د نننیو سیالیو لیدو ته حافظ انس ح.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

 

BACK TO NEWS