کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۵۸
کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د نجيب تلاش، کابل ولايت د ۲۰۲۶ کال د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې په پنځو عمري کټګوريو ( ۱۳, ۱۵, ۱۷, ۱۹ او ۲۰+ کلنو) کې ترسره شوې ، په پايله کې له هرې عمري کټګورۍ ۲-۲ ورزشکاران، چې ټول ۱۰ ورزشکاران کېږي د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ ټولو بهرنیو، کورنیو ميلمنو او ورزشي مسوولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورزشکارانو لاسته راوړنې په تيرو څو کلونو کې بې سارې وبللې او د ښه امنيت او د ورزش ادارې د ملاتړ په اساس ورزش مو د ولایتونو ترڅنګ په ولسواليو هم ډېره وده کړې ده.

دغه راز نوموړي په پای کې د تلاش خيريه بنسټ د مالي ملاتړ او د ملي سپورټ تلویزیون څخه د سياليو په خپراوي کې مننه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د روسيې، ترکيې او د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان استازو، د نجيب تلاش خيريه بنسټ رهبرۍ، د بډمنټون ملي فدراسیون رهبرۍ، ورزشکارانو او نورو ورزشي مسؤلینو ګډون کړی وو، چې پينځه ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۴:۵۵
Background image

تخار کې د فوټبال حذفي جام سيالۍ د وحدت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام سيالۍ د وحدت لوبډلې په اتلولۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د بسکټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۴:۵۲
Background image

ميدان وردگ؛ بهسودو اولې حصې ولسوالۍ کې د فوټبال دويم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بهسودو اولې حصې ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د استقلال جام په نوم د فوټبال. . .

BACK TO NEWS