پکتیا کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنگ سيالۍ وشوې
د پکتیا ولايت دبدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د کیک بوکسېنگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د څمکنیو ولسوالۍ په همت ورزشي کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنگ دوستانه سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۲۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
