ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووینام سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووینام سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې ۱۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
