غزني؛ خواجه عمري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د خواجه عمري ولسوالۍ په اقاسي کلي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې اقاسي لوبډلې خپلې سیالې اتحاد قريشي لوبډلې ته د ۲/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
