لوگر؛ مرکز پل عالم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۷:۴۳
لوگر؛ مرکز پل عالم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پل عالم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې زمان خېل لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۹ منډې جوړې کړې په مقابل کې ای سي سي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۱۴۳ منډې جوړې کړې او لوبه د ۵۶ منډو په توپير د زمان خېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.

د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۵۸
Background image

کاپیسا کې د اتو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو يوني فايټ سبک سيالۍ وشوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې له پروان، پنجشېر، کابل، زابل، ننګرهار، بغلان، ميدان وردګ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۵۱
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۴۸
Background image

ميدان وردگ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د همدرد خصوصي ښوونځي د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی پړاو سيالۍ د همدرد ميدان لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS