خوست: د غوره لیګ قهرماني اسمعیل خېل کاروان لوبډلې ترلاسه کړه

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۷ - ۱۰:۳۶
خوست: د غوره لیګ قهرماني اسمعیل خېل کاروان لوبډلې ترلاسه کړه

دخوست ولایت د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ ، چې دوه میاشتې وړاندې په اماني ملي لوبغالي کې پیل شوې وې قهرماني یې اسمعیل خېل کاروان لوبډلې په خپل نوم کړه.

هغه مراسم ، چې په همدې موخه پرون مازدیګر په اماني ملي لوبغالي کې برابر شوي وو، پکې د خوست ولایت ورزشي امر عطا الله کډوال ، د خوست ولایت د اقتصاد رئیس ماسټر پیر شهزاده، د فوټبال فدراسیون مسؤول احمد ولي ګلاب زوی، د فوټبال پخوانیو لوبغاړو ، د ورزش مینه والو او ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د دغوره لیګ وروستۍ لوبه د اسمعیل خېل کاروان او المرې لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې کاروان لوبډلې وکولای شول دغه لوبه 4_1 په خپل نوم کړي.

د لوبې په وروستیو کې د خوست ورزشي امر عطا الله کډوال خبرې وکړې، چې کاروان لوبډلې ته د 2021 کال د قهرمانۍ مبارکي ورکړه او هم یې د خوست په ورزشي بهیر مفصلې خبرې کړې ، هم یې د لوبغالي په ترمیم خبرې وکړې.

له کډوال وروسته د اقتصاد رئیس پیر شهزاده خبرې وکړې ، نوموړي وعده وکړه، همېشه به په ورزشي برخو کې له موسساتو سره خبرې کوي او دې ته به یې تشویقوي، چې ورزش ته کار وکړي او یې په ورزشي برخه کې د کډوال هڅې وستایلې.

د پروګرام په وروستۍ برخه کې په لوبغاړو ستاینلیکونه ، تحفې او کپونه ووېشل شول ، چې ددې سیالیو غوره ګول وهونکی شاه روخان ونومول ، چې تر ټولو زیات 17 ګولونه یې ترسره کړي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS