میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۷:۳۳
میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د وردګ زلمیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې وردګ زلمیو لوبډلې له خپل ۱۶۰ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۹ منډو په توپیر خپلې سیالې ګوډه اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۵۱
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۴۸
Background image

ميدان وردگ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د همدرد خصوصي ښوونځي د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی پړاو سيالۍ د همدرد ميدان لوبډلې په اتلولۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

کابل کې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو پارټ فايټ سبک دوستانه سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د کابل ښار له ۲۰ کلبونو څخه د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS