هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۵۱
هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو پايلوبه د خوشحال بارک او بارگزايي لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه ناوې بارگزايي لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې خوشحال بارک لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۴۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۳۳ منډو په توپير وبايلله.

دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۵۸
Background image

کاپیسا کې د اتو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو يوني فايټ سبک سيالۍ وشوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې له پروان، پنجشېر، کابل، زابل، ننګرهار، بغلان، ميدان وردګ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۵۱
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۴۸
Background image

ميدان وردگ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د همدرد خصوصي ښوونځي د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی پړاو سيالۍ د همدرد ميدان لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS