لوگر؛ مرکز پل عالم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پل عالم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې زمان خېل لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۹ منډې جوړې کړې په مقابل کې ای سي سي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۱۴۳ منډې جوړې کړې او لوبه د ۵۶ منډو په توپير د زمان خېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.
