کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته د ملکي خدمتونو انسټيټوټ له لوري د زده کړه ییزې اړتیا سنجونې يو ورځنی سمینار ترسره شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۷:۴۸
کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته د ملکي خدمتونو انسټيټوټ له لوري د زده کړه ییزې اړتیا سنجونې يو ورځنی سمینار ترسره شو

کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، رئيسانو، امرينو او مديرانو ته د هېواد د چارو ادارې د چتر لاندې د اصلاحات اداري او ملکي خدمتونو رياست، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ له لوري د زده کړه ییزې اړتیا سنجونې او د اداري مهارتونو او معلوماتو ښوونیز سمینار ترسره شو.

په دغه سمینار کې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ کار پوه سميع الله معاويه د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته د اړتيا سنجونې پر مفهوم او اهميت او دغه راز د کورسونو او ښوونیزو برنامو د ترسراوي پر تګلاره خبرې وکړې.

د ياد سمینار په پيل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د دعوت او ارشاد رياست رئيس مفتي داد محمد بريال عطايي، ټولو راغلو ميلمنو او کارکوونکو ته ښه راغلاست وويل او د ياد انسټیټیوټ له لورې يې وړاندې کېدونکي برنامې مؤثرې وبللې.

همدارنګه د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ مرستيال انجنير ويس الدين ويس وويل: د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ د ټول نظام په کچه فعاليت کوي، ترڅو د کارمندانو ستونزې لومړی په نښه او د حل لپاره يې لازمې کړنې او برنامې ترسره کړي.

دغه راز نوموړې زياته کړه، چې موږ د کارمندانو د ستونزو د حل او مسلکي وړتيا د زياتوالي لپاره په خپل انسټیټیوټ کې درې ډوله برنامې پر مخ وړو، لومړی په داخل د انسټیټیوټ کې، دويم په ولايتونو کې او درېيم د ځانګړي صنف جوړونې په بڼه.

هېره دې نه وي، چې ياد سمينار هر کال د ملکي خدمتونو د انسټیټیوټ له لوري ترسره کېږي، تر څو د کارکوونکو د اړتيا وړ برنامې او اړتياوې په نښه کړي او د حل لپاره يې اړين اقدامات او برنامې جوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۲۵
Background image

سمنگان؛ خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۵
Background image

کابل ـ والیبال لیګ؛ سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې

د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم د پيل شوي افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې نن سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې، د نننیو سیالیو لیدو ته حافظ انس ح.ق. . .

BACK TO NEWS