هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۳۹
هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ستورو پوپل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې ستورو پوپل لوبډلې د ٧ ویکټو په توپیر خپلې سیالې روحاني لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د لوی اختر په مناسبت ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۱۰
Background image

ارزګان کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ارزګان پوهنتون د پنځو پوهنځيو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د جلرېز وحدت لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۲:۴۹
Background image

بلخ؛ مزار شریف ښار کې د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فول زرم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

BACK TO NEWS