سمنګان؛ دره صوف ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د رضوان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې رضوان لوبډلې خپلې سیالې سرولنګ لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
