بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې رویال سوپر لوبډلې خپلې سیالې مبلایل اسټندرد لوبډلې ته د ۱-۰ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ واليبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه وشوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.
