تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او روزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې عبدالله لوبډلې خپلې سیالې ښاروالۍ لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
