زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالي کې له دوو کلبونو د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو اولویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې د استاد عبدالغني کلب ورزشکارانو لومړی او استاد نادرخان کلب ورزشکارانو دویم مقام ترلاسه کړ.
