اولکر لوبډلې د فارياب د فوټسال سيالیو د اتلولۍ جام خپل کړ
د فوټسال سيالۍ چې د روان کال د مرغومی په ٢٦مه د اتلانو په جمنازيوم کې په څلورو ګروپونو کې د ١٦ ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې، د پنجشنبې په ورځ د سلواغې مياشتې په اوومه نېټه د اولکر ټيم په بريا سره پاى ته ورسيدې.
د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش امر عبدالوهاب مجيدي وايي، د دغو سياليو له پيلولو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال پياوړتيا او پيوستون و.
د یادولو ده چې د لوبو په پای کې د فارياب ولايت د ورزش مسوولينو لومړي او دويم مقام ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل.
دا په داسې حال کې ده چې د اشرافي ټيم د دې لوبړ دويم مقام په خپل کړ.
