بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۵۶ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۵۶ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د اتو جوړو لوبې مساوي او ۲۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
