هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵۵
هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ سلطان نورزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د سلطان نورزي او محمد اکبر خادم لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه محمد اکبر خادم لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۵ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې سلطان نورزي لوبډلې ياد هدف په ۱۰م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۴ ویکټو په توپیر وگټله.

دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې او ۸ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۲۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مکتب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې مکتب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۲۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک‌بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک‌بوکسینګ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ګرشک مشال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS