هلمند؛ په ناوه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۵
هلمند؛ په ناوه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېب بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له‌ لوري، د ناوې ولسوالۍ په دښت سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د ناصري اتحاد او ناصری ستورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه ناصري اتحاد لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۷۶ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ناصري ستورو لوبډلې ياد هدف د شپږو لوبغاړو په زيان پوره کړ او په څلورو ویکټو يې بريا خپله کړه.

هېره دې نه وي چې دغه سيالۍ به ۱۸ ورځې دوام وکړي او موخه‌ يې ځوانانو ته د سالم مصروفیت برابرول ياد شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۷
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۵
Background image

د پارا پاورلفټنګ ورزشکار خپل د دروند وزن پورته کولو ریکارډ مات کړ

د پارالمپیک ملې کمېټې اړوند د پارا پاورلفټنګ ورزشکار دین محمد وزیري د ناګویا په پارا آسیایي سیالیو کې د ١٠٠ کیلو ګرام وزن په پورته کولو سره خپل د دروند وزن پورته کولو ریکارډ مات کړ.

ښا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د لوی مانده لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS