ميدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۹
ميدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارشاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې ارشاد لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې ملنګیار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۵۸
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د امیري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۵۷
Background image

خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند حبشخېلو غره کلي کې د شپږو لوبدلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۵۳
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS