بلخ؛ د المپیک ملي کمېټې او ورزش رئیس، د عامې روغتیا ریاست له ورزشي څانګې لیدنه وکړه

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۷ - ۱۱:۴۵
بلخ؛ د المپیک ملي کمېټې او ورزش رئیس، د عامې روغتیا ریاست له ورزشي څانګې لیدنه وکړه

ښاغلي انجینر نظرمحمد مطمئن دافغانستان المپیک کمیټې او ورزش رئیس، د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د ورزشی څانګې له ورزشي کړنو څخه لیدنه وکړه، چې د عامې روغتیا ورزشي مسئول استاد روکي" سرخوش" له خوا معلومات ورکړل شول.

همدا رنګه د یادې څانګې او لوبغاړو د مخکنیو فعالیتونو مستند فیلم هم نندارې ته وړاندې شو.

د بلخ ولایت عامې روغیتا رئیس ښاغلي ډاکتر نجیب الله "توانا"مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې ورزش د روغتیا او سلامتۍ ضامن دی، د همدې لپاره مونږ د ورزش ملاتړ کوو او په راتلونکو کې هیله مند یو، چې د ورزش اکثره اتلان د همدې ورزشي څانګې څخه هېواد او بلخ ولایت ته ویاړونه راوړي.

د افغانستان المپیک کمېټې او ورزش عمومي رئیس انجنیر نظرمحمد "مطمئین" د عامې روغتیا ریاست د ورزشی څانګې له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه او وعده یې وکړه چې د نوموړي ورزشي بنسټ ملاتړ به کوي، همدارنګه ښاغلي مطمئن هیله څرګنده کړه، چې نورو ولایتونو عامې روغتیا ریاستونو کې هم داسې ورزشي ټېمونه او څانګې فعالې شي.

د برنامې په پای کې د افغانستان المپیک کمېټې د رئیس لخوا عامې روغتیا رئیس، ورزش مسئول او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست یوازینی ریاست دی، چې منظم ورزشي ټېمونه لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS