پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٢١ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ٢١ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٣ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې منصور لوبډلې له خپل ١١٩ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۵۲ منډو په توپیر یې خپلې سیالې وحدت اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
