سمنګان ولایت کې د پهلوانۍ لوبې وشوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۸ - ۱۰:۶
سمنګان ولایت کې د پهلوانۍ لوبې وشوې

د سمنګان ولایت په دره‌صوف ولسوالۍ کې د پهلوانۍ شاندارې لوبې وشوې، چې ګڼو ورزشکارانو او د ورزش مینه‌والو پکې ګډون کړی و.

د پهلوانۍ یادو سیالیو دوه ورځې دوام وکړ او تېره ورځ پای ته ورسېدلې.

د یادو سیالو په پای مراسمو کې د نوموړي ولایت ورزشي امر محب الله محبي هم ګډون کړی.

نوموړي ورزشکاران د هېواد ویاړ وګاڼه او له هغوی یې وغوښتل چې د ورزش تر څنګ په لوبو کې ورزشي اخلاق هم د تل په څېر وساتي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS