د فیض‌اباد اریانا لوبډلې د فوټبال الف ګروپ اتلولي وګټله

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۹ - ۹:۱۹
د فیض‌اباد اریانا لوبډلې د فوټبال الف ګروپ اتلولي وګټله

په بدخشان ولایت کې د مرکز او کشم، ارګو او بهارک ولسوالیو څخه د فوټبال الف ګروپ کې ۱۰ لوبډلو لوبې وکړې، چې تېره ورځ پای ته ورسېدلې.

یادې سیالۍ د روانې سلواغې میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شوې، چې لس لوبډلو پکې ګډون کړی و او پرون د فیض‌اباد اریانا لوبډلې په بریت پای ته ورسېدلې.

په پای‌لوبه کې د فیض‌اباد اریانا او بهارک لوبډلې سره مخ شوې وې، چې پای‌لوبه درې د دوه پر وړاندې اریانا لوبډلې وګټله او د جام اتلولي یې پخپل نوم کړه.

د پای‌لوبې مراسمو کې د بدخشان ولایت ورزشي مسوولینو هم ګډون کړی و، چې غوره‌لوبغاړو او د لومړي او دویم مقام لوبډلو ته یې ډالۍ او مډالونه ورکړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS