تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۲۲:۲۱
تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت د مرکز تالقان ښار په ابو عثمان ورزشي چمن کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله کې فضل الحق لومړی او فریدون دويم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه په ښوونځيو او ديني مدرسو کې ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۹
Background image

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۷
Background image

کابل؛ حافظ انس ح.ق.ا.ني له واليبال ليګ څخه ليدنه وکړه

حافظ انس ح.ق.ان.ي، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق او د رهبرۍ غړو د افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو څخه له نږدې ليدنه وکړه، چې له تېرو څو ورځو څخه د لس لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۵
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له هرات څخه کابل ته په بايسکل راغلی، ميوند فضلي وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق له لوري د ټولنيزو رسنيو فعال او د بايسکل ځغلونې ورزش مينوال ميوند فضلي، چې له هرات ولايت څخه کابل ته په بايسکل یې شاوخوا. . .

BACK TO NEWS