خوست؛ صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د آشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۰:۱۰
خوست؛ صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د آشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې له څلورو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د آشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایله کې زیار کلب د ١٢ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، ځاځي میدان کلب د ٥ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او باک کلب د یوې نمرې پر ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې له دغو سیالیو څخه ١٨ تنه د خوست ولایت د آشي هارا کراټې ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۷:۳۱
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علينگار ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ادهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۷:۲۸
Background image

پکتيکا کې د اتو ولايتونو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د ډاکټر عبدالغني سراپا کلينيک په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د اتو ولايتونو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۳:۴۹
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ ليگ پيل شو

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ په برخان خېل سيمه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د کليوال ټېپ بال کرېکټ ليگ پيل شو.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د. . .

BACK TO NEWS